امریکت وایي چې پاکستان دې له توپیري چلند پرته د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي

امریکا وايي چې پاکستان دې له توپیر پرته د ترهګرو پر وړاندې جدي ګامونه واخلي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان دې له توپیري او دوه ګوني چلند پرته د ترهګرو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.
(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې تازه په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان دې له توپیري او دوه ګوني چلند پرته د ترهګرو په وړاندې جدي ګامونه واخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویاندې شېرمن چې ټاکل شوې راتلونکې اونۍ پاکستان ته د دغه هېواد له مشرانو سره د خبرو لپاره لاړه شي ویلي یې دي چې له پاکستان څخه د تروریزم پر وړاندې د قوي مشارکت غوښتنه کوي.
شېرمن له پاکستان څخه غوښتي چې د ترهګرۍ پر وړاندې دې کوټلي ګامونه واخلي او له دوه ګوني چلند څخه دې راووځي.
امریکا پر پاکستان تور پورې کړی چې تېر شل کاله یې د ترهګرۍ پر ضد دوه ګونی چلند کړی او د افغانستان ترهګرو ته یې پټنځایونه برابر کړي دي.
د تازه د پاکستان لومړي وزیر عمران خان بیا ویلي چې پاکستاني طالبانو سره خبرو ته چمتو دي ؛ خو په دې شرط چې دا ډله به وسله پر ځمکه ږدي.
د پاکستان طالبانو تر اوسه د عمران خان خبرو ته غبرګون کې څه ندي ویلي؛ خو تر دې وړاندې دغې ډلې اعلان کړی ؤ چې تر هغه به پاکستان کې جنګېږي تر څو چې یې هلته اسلامي نظام نه وي راوستی.






