شپږ ویشت تنه افغان څارنوالانو او قاضیانو یونان کې پنا اخستې ده

0
208

شپږ ویشت تنه افغان څارنوالانو او قاضیانو یونان کې پنا اخستې ده

د یونان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شپږ ویشت تنه ښځینه څارنوالانو او قاضیانو دغه هېواد کې پنا اخستې ده.

دوی وايي چې دغه ښځینه ډله تازه یونان ته رسېدلي او تر هغو به یونان کې ساتل کېږي چې لوېدیځ هېوادونه ورته پنا ورکوي.

 

 

(2021 / 10  / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

د یونان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې شپږ ویشت تنه ښځینه څارنوالانو او قاضیانو دغه هېواد کې پنا اخستې ده.

دوی وايي چې دغه ښځینه ډله تازه یونان ته رسېدلي او تر هغو به یونان کې ساتل کېږي چې لوېدیځ هېوادونه ورته پنا ورکوي.

یاد وزارت وايي چې دغه شپږویشت کسیزه ډله له قاضیانو، وکیلانو او څارنوالانو جوړه ده چې د دوی الوتکې له  ګرجستان څخه الوتنه کړې وه او تېره ورځ له کورنیو سره یو ځای یې دغه ډله په آتن کې مېشنه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې زرګونه نور کډوال هم د یونان په مختلفو سیمو کې ځای پرځای او د لویدیځو هېوادونو د تګ اراده لري.

تر دې وړاندې یونان هېواد د کډوالو لپاره زندان ته ورته کمپ جوړ کړی ؤ چې بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له کمېټې او نورو ځینو هېوادونو له غبرګون سره مخ شو چې کډوال د زندانیانو په څېر باید ونه ساتل شي.

Leave a reply