د ا.ا.ا وايي چې نړیوال دې د خلکو د ناهیلۍ پر ځای بشري مرستې وکړي

0
86

د ا.ا.ا وايي چې نړیوال دې د خلکو د ناهیلۍ پر ځای بشري مرستې وکړي

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو د ا.ا.ا بیا د سره صلیب په ګډون له ټولو نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو او هېوادونو څخه غواړي، چې د ناهیلي کوونکو راپورونو پرځای دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

 

 

(2021 / 10 / 2 نېټه باغي ټلویزیون)

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راتلونکي ژمي کې د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، خو د ا.ا.ا بیا د سره صلیب په ګډون له ټولو نړیوالو مرسته کوونکو سازمانونو او هېوادونو څخه غواړي، چې د ناهیلي کوونکو راپورونو پرځای دې له افغانانو سره بشري مرستې وکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په راتلونکي ژمي کې د افغانانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې که د افغانستان د دولتي کارکوونکو معاشونه ورنه کړل شي او همداراز د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره بودجه چمتو نه شي نو په راتلونکي ژمي کې په افغانستان کې د بشري ناورین د رامنځته کېدو احتمال شته دی.

خو د ا.ا.ا د مطبوعاتي ټیم غړي بلال کریمي وویل، بشري مرستې باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي او ا.ا له نړیوالو سازمانونو او هېوادونو غواړي چې باید له افغانانو سره په هره برخه کې مرستې وشي او د افغانستان او نړیوالو ترمنځ د همکارۍ روحیه شتون ولري.

Leave a reply