طالبانو خپلو جنګيالو ته د خلکو له شخصي کورونو د وتلو امر کړی
طالبانو خپلو جنګيالو ته د خلکو له شخصي کورونو د وتلو امر کړی
د طالبانو د حکومت رئيس الوزرا خپلو جنګيالو ته امر کړی دی چې د خلکو له شخصي کورونو دې ووځي. د افغانستان تر ولکه کولو وروسته طالب جنګيالي په ځينو سيمو کې د خلکو په شخصي کورونو کې استوګن شوي ول.
د رئيس الوزرا ملا محمد حسن اخوند دا امر د طالبانو د هلو ځلو برخه ده چې غواړي خپل جنګيالي تنظيم کړي او په دې برخه کې پرمختګ رامنځته شي.
ملا محمد حسن اخوند په دې ترڅ کې ویلي دي چې په دفاع او کورنیو چارو او همدا راز په استخباراتي ادارې پورې اړونده طالبان دې د خلکو له شخصي کورونو ووځي او «بيرته دې پوستو ته ستانه شي.»
په دې وروستیو اوونيو کې طالبانو ته د خپلو دودویزو جامو پر ځای پوځي لباسونه ورکړل شول، څو يو ډول د اقتدار فضا رامنځته کړای شي.
د طالبانو يوۀ امنيتي چارواکي بلال کريمي له اسوشيتيد پريس خبري آژانس سره په خبرو کې په دې تړاو د يوې لارښونې جاري کيدل تائيد کړي دي.
تر دې وړاندې یو شمېر خلکو طالبانو ته شکایتونه کړي ؤ چې د غې ډلې جنګیالي د دوی په شخصي کورنو کې استوګن شوي او دوی ته یې ستونزې راولاړې کړي دي.