قطر: طالبان دې زموږ له دولت څخع په الهام حکومت جوړ کړي

قطر: طالبان دې زموږ له دولت څخه په الهام حکومت جوړ کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه چې طالبانو په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د نجونو زده کړې درولي وویل چې د طالبانو سخت دریځي او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول د شاته تګ او طالبانو په سخت دریځۍ دلالت کوي.
(2021 / 10 / 1 نېټه باغي ټلویزیون)
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وروسته تر هغه چې طالبانو په مشروط ډول د لنډې مودې لپاره د نجونو زده کړې درولي وویل چې د طالبانو سخت دریځي او نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکول د شاته تګ او طالبانو په سخت دریځۍ دلالت کوي.
د قطر د بهرنیو چارو زیر تازه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې زموږ هېواد هم اسلامي او قانون مو هم اسلامي دی؛ نو طالبانو ته په کار ده چې زموږ له دولت څخه په الهام اخستلو افغانستان کې حګومت رامنځته کړي.
نوموړي د طالبانو د هغه عمل په غبرګون کې چې نجونې نشي کولی ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي وویل چې دا د طالبانو په سخت دریځۍ او ورسته تګ دلالت کوي چې طالبان نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د بندولو پر سر غبرګونونه راپورته شوي او یو شمېر افغانان د خپل حق غوښتلو په موخه لاریونونه هم کړي چې طالبانو حتا د لاریون کولو اجازه هم نده ورکړې.





