د لیاري ګینګ وار مشر عزیر بلوچ په دوه نورو مقدمو کې بري شو

باغی ټي وي رپورټ
د لیاري ګینګ وار مشر عزیر بلوچ په دوه نورو مقدمو کې بري شو.
د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د لياري ګينګ وار مشر عزير بلوچ په ضد د دوو مقدمو فيصله اورولې ده.
عدالت عزیر بلوچ په دوه مقدمو کې د ثبوتونو د نشتوالي له امله بري کړی او د عزیر بلوچ شریک ملزم شاهد په یوه مقدمه کې بري شوی دی.
عزیر بلوچ او نور کسان د پولیسو سره د مخامخ کیدو، د قتل په هڅه او د چاودیدونکو موادو په درلودلو تورن وو.
په دې اړه وکيل عزير بلوچ وويل چې په عزير بلوڅ لګول شوي تورونه دروغ دي، استغاثه دعزير بلوچ په ضد کره ثبوتونه وړاندې کولو کې ناکامه شوي دي، دهغه په ضد دخاردار او نيپئر پوليس سټيشنو کې مقدمې درج شوي دي.
ياده دې وي چې عزير بلوچ تر دې مهاله په ۲۴ مقدمو کې بري شوی دی.






