ولې د اسمبلۍ ماتولو لپاره تر 23 دسمبر پورې نیټه ورکوي، دوی دې نن اسمبلۍ ماتې کړي: رانا ثناالله
باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان د اسمبلۍ ماتولو اعلان په اړه د داخله وزير رانا ثناء الله غبرګون هم مخې ته راغلی دی. جيو نيوز سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل پرويز الهي کرپشن کوي او په دې ورځو کې به نور هم کوي، ولې د اسمبلۍ ماتولو لپاره تر 23 دسمبر پورې نیټه ورکوي، دوی دې نن اسمبلۍ ماتې کړي.
رانا ثناء الله زیاته کړه چې مسلم لیګ (ن) سره اوس پرویز الهي ته د ورکولو لپاره څه نشته، ګورو چې په یوه اونۍ کښې به کوم یوټرن راشي.
دا خبره د یادونې ده چې پخواني وزیراعظم عمران خان اعلان کړی چې د دسمبر په ۲۳مه به د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کوي او په قومي اسمبلۍ کې به د سپیکر مخې ته ودرېږي او د استعفا غوښتنه به کوي.