د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت په تړاو خیبر پښتونخوا ته امریکايي جنرال سفر کړی.

د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت په تړاو خیبر پښتونخوا ته امریکايي جنرال سفر کړی.
17 دسمبر 2022
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال مایکل کوریلا د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف خیبر پښتونخوا ته تللی دی.
په پاکستان کې د امریکې سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه جګپوړي امریکايي قوماندان د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر او نورو پوځي چارواکو سره لیدلي او د ګډو امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په برخه کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر ژمنو ټینګار کړی دی.
سرچینې ویلي، چې نوموړي د پاکستان له پوځي چارواکو سره د ډیورند کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت په اړه هم خبرې کړې او په همدې هدف یې خیبر پښتونخوا ته سفر کړی دی.
په دې لیدنه کې جنرال کوریلا د امریکې او پاکستان اړیکې خورا ارزښتناکې بللې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو همدا اوس د متحدوایالتونو په سفر بوخت دی او د راپورونو له مخې نوموړی به د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په هدف له امریکايي چارواکو سره هم لیدنې کتنې ولري.






