لغمان کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوه سولري شبکې ګتې اخیستنې سپارل شوي.

0
173

لغمان کې د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت دوه سولري شبکې ګتې اخیستنې سپارل شوي.

17 دسمبر 2022

 

لغمان مرکز مهترلام او د بابا صیب دښته کې د یونیسف په مالي لګښت د کوار موسسې لخوا د مهترلام ښار او بابا صیب د اوبو رسولو دوه سولري شبکې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ددې ولایت د والي الحاج قاري زین العابدین عابد په لاسونو ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

 

د والي ښاغلي عابد پر وینا چې په دغه شبکو شاوخوا ۲۲ دوه ویشت میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د یونیسف موسسې لخوا ورکړل شوی دی او دواړو شبکې به په یوه وخت کې شاوخوا ۳۶۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.

اړوند موضوعات

 پکتيکا ولایت کې د سیندیزې حوزې له لورې د اوبو يو کانال جوړ او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی.

بل لور ته د مهترلام او بابا صیب سیمې اوسیدونکي ددې لویو پروژو په تطبیق او جوړېدو خوښ دي، هغوی وایی پخوا تر دې په دواړو سیمو کې خلک د اوبو په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ و؛ خو ددې سولري شبکو له جوړیدو وروسته به دوی وشي کولای چې وخت پر وخت پاکو اوبو ته لاس رسی ولري.

Leave a reply