پاکستان د هند په ګجرات کې د مسلمانانو د قتل عام په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې رد کړې

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان د هند په ګجرات کې د مسلمانانو د قتل عام په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت څرګندونې رد کړې
د خارجه دفتر د وياند لخوا جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د هند حكومت په ګجرات كښې په 2002م كال كښې په لويه كچه وژنو د پټولو هڅه كړې۔د خارجه دفتر وياند ووئيل چې په 2002ء كښې په هندي ګجرات كښې د وينې تويېدنې، جنسي تېري او لوټ مار شرموونكې پېښې دي٬ حقيقت دا دى چې ګجرات كښې په وژنو كښې ککړ كسان د عدالت نه بچ شوي دي۔
د خارجه دفتر د وياند له مخې د ګجرات په قتل عام كښې ککړ كسان د هند په حكومت كښې مهم پوسټونه لري۔اده دې وي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو په غونډه کې ويلي وو چې اسامه بن لادن مړ دی خو د ګجرات قصاب ژوندی دی او د هند لومړی وزير شوی دی.






