د هنګو ضلعې په وراسته سيمه کې خپلوانو په مسافر وړونکي کوچ کې دننه ډزې کړي او درې کسان يې وژلي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د هنګو ضلعې په وراسته سيمه کې خپلوانو په مسافر وړونکي کوچ کې دننه ډزې کړي او درې کسان يې وژلي دي.
د پولیسو چارواکو په خبره دغه مسافر وړونکی کوچ د شناوري څخه وراسته ته په لار وو چې د سفر په ترڅ کې د خپلوانو تر منځ لږه شخړه رامنځ ته شوه، چې وروسته پېښه په ډزو بدله شوه، په ډزو کې یو تن ټپي شوی او ساه ورکړه. ټپیان د ضلعې مرکزي روغتون ته ورسول شول.
ډي پي او هنګو وايي چې ملزم د پېښې وروستو په تېښته کې بريالی شوی، د ملزمانو د نيولو دپاره کارروائي روانه ده، چا ته په سيمه کې د امن او نظم د ګډوډولو اجازه نه ده ورکړل شوې.ځايي سرچينې وايي، تورن او قربانيان يو له بل سره تړاو لري او له څه مودې راهيسې يې ترمنځ دښمني روانه وه، چې د جرګې له لارې هواره شوې وه.





