د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله وايي د عمران خان ایجنډا انتخابات نه بلکې د اقتصاد تباه کول دي

0
194

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وفاقي وزیر رانا ثناالله وايي د عمران خان ایجنډا انتخابات نه بلکې د اقتصاد تباه کول دي.

د داخله چارو وزير راناثنا الله د عمران خان لخوا د اسمبلۍ د ختمولو اعلان په اړه د تبصرې په مهال وويل چې که عمران خان اسمبلۍ منحل کړي که نه، په هر صورت سياسي نقصان د عمران خان دى.
رانا ثناءالله وويل چا چې د عمران خان په غوښتنه ايف آئي آر درج نه کړ هغه به اسمبلۍ منحل کوي؟ د پارلمان دوام د پاکستان او اقتصاد اړتیا ده.

ده ووئيل تر انتخاباتو وروسته به هم د عمران خان فسادي سوچ نه بدلېږي، د عمران خان اېجنډا انتخابات نه بلکې د اقتصاد تباه کول دي.ياده دې وي چې عمران خان نن د اسمبلۍ د لغوه کولو اعلان کړى دى، عمران خان اعلان کړى و چې د دسمبر په ١٧مه به د پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لغوه کوي.

Leave a reply