د پاکستان تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ تحلیل کولو په اړه د پي ټي آئي د لوړپوړو مشرانو غونډه روانه ده چې پکښې چوهدري پروېز الهي عمران خان ته د خپل نظر ورکړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
لاهور: د پاکستان تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ تحلیل کولو په اړه د پي ټي آئي د لوړپوړو مشرانو غونډه روانه ده چې پکښې چوهدري پروېز الهي عمران خان ته د خپل نظر ورکړی دی.
د عمران خان زمان پارک هاؤس کښې روانه غونډه کښې د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قريشي، فواد چوهدري، د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان، پرويز خټک، شبلي فراز علي امين ګنډاپور او نور مرکزي مشران ګډون کوي۔
دسرچينو ترمخه دپنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي هم دعمران خان سره ليدنې لپاره زمان پارک ته رسيدلى، مونس الهي او حسين الهي هم دپنجاب وزيراعلي سره دي. له عمران خان سره تر لیدو وروسته پروېز الهي زمان پارک ته ولاړ.
سرچينې وايي چې په غونډه کې د اسمبلۍ د تحريف په اړه د وروستۍ نېټې په اړه سلا مشورې روانې دي، د دې نه علاوه په غونډه کې د نننۍ جلسې په وينا او په سياسي او اقتصادي مسايلو هم خبرې کېږي.
دسرچينو ترمخه دپنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي عمران خان ته دپنجاب اسمبلۍ تحليل په اړه دخپل نظر څخه خبر کړى اؤ پرويز الاهي تيره ورځ په راولپنډۍ کې دشوې مهمې غونډې په اړه عمران خان هم په اعتماد کې اخستى دى.
ياده دې وي چې عمران خان نن د اسمبلۍ د لغوه کولو اعلان کړى دى، عمران خان اعلان کړى و چې د دسمبر په ١٧مه به د پنجاب او خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لغوه کوي.