د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت د یو کلن فعالیتونو او لاسته راوړنو په نوم کتاب چاپ کړی.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یاد وزارت د یو کلن فعالیتونو او لاسته راوړنو په نوم کتاب چاپ کړی.
15 دسمبر 2022
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت پر یو کلن مزل او فعالیتونو یې کتاب چاپ کړی.
خبر زیاتوي د «بهرنیو چارو وزارت یو کلن فعالیتونه او لاستهراوړنې» کتاب په ۲۰۰ مخونو کې په پښتو او دري ژبو ۱۰۰۰ ټوکه د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز له لوري چاپ شوی.
یاد کتاب د اسلامي امارت د بهرني سیاست او بهرنیو اړیکو په برخه کې شوي فعالیتونه او له بېلابېلو هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې بیانوي.
اړوند موضوعات
د یاد کتاب مخکتنه نن د بهرنیو چارو وزارت د غونډو په تالار کې د یاد وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ ترسره شوه.
حماد






