د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله د پاکستان د پوځ يو حوالدار او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.

0
172

باغي ټي وي رپورټ
د شمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې د ځانمرګي بريد له امله د پاکستان د پوځ يو حوالدار او يو ملکي وګړى وژل شوي دي.
حب
د شمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه په بازار کې يو موټرسايکل سپاره ځانمرګي بريد کوونکي د امنيتي ځواکونو پر موټر ځان والوزاوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ISPR ویلي، په دغه ځانمرګي برید کې د امنیتي ځواکونو د کارکوونکو په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

د ضلعي پوليس افسر فرحان خان وينا ده چي په چاودنه کښي ژوبل کسان د ميرانشاه ضلعي هيډکوارټر هسپتال ته رسولي شوي دي۔

د آئي ايس پي آر ترمخه په چاودنه کښې شهيد شوي حوالدار محمد عامر د 30 کالو عمر وو او تعلق د ميانوالي سره وو۔

د ځایی سرچینو او ویاند مطابق له پېښې وروسته ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات یې پیل کړي دي.

Leave a reply