د ا.ا. رهبر د پنجشیر ولایت له یو شمېر چارواکو، علماوو او مخورو سره کتلي دي

0
183

د ا.ا. رهبر د پنجشیر ولایت له یو شمېر چارواکو، علماوو او مخورو سره کتلي دي

دا لومړی ځل دی چې د ا.ا. مشر په ځانګړي ډول د یوه ولایت له علماوو او چارواکو سره ګوري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي اخندزاده د پنجشیر له خلکو څخه مننه وکړه چې مجاهدینو ته یې د ولایت په سپارلو کې دوی سره همکاري وکړه.

 

(2022 / 12 / 15   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا. ویاند ویلي چې د دوی رهبر هبت الله اخندزاده د پنجشیر ولایت له یو شمېر چارواکو، علماوو او مخورو سره د لیدنه خبر کړې ده.

ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې لیکلي، چې په دې لیدنه کې په پنجشیر او اندراب کې د ا.ا. نظامي مسوول عبدالقیوم ذاکر، د دې ولایت  والي محمد محسن، د ا.ا. د حکومت نورو چارواکو او په لسګونو نورو دیني عالمانو او مخورو هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي اخندزاده د هېواد د اوسني وضعیت، ستونزو او وړاندیزونو په اړه د ګډونوالو خبرې واورېدې.

دا لومړی ځل دی چې د ا.ا. مشر په ځانګړي ډول د یوه ولایت له علماوو او چارواکو سره ګوري.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ښاغلي اخندزاده د پنجشیر له خلکو څخه مننه وکړه چې مجاهدینو ته یې د ولایت په سپارلو کې دوی سره همکاري وکړه.

اړوند موضوعات:

 د پنجشیر سیمه ییز حکومت: په پنجشیر کې د مقاومت د جبهې یو قوماندان او دولس تنه نور د دې ولایت له سیمه ییز حکومت سره یوځای شول

تر اوسه د دې غونډې کوم عکس یا ویډیو نه ده خپره شوې. د ا.ا. مشر تر دې وړاندې په کومې رسنۍ کې نه دی څرګند شوی.

Leave a reply