پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د دسمبر په ۱۷مه به د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د منحلولو اعلان وکړي

باغی ټي وي رپورټ
پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د دسمبر په ۱۷مه به د پنجاب او خېبرپښتونخوا د صوبايي اسمبلۍ د منحلولو اعلان وکړي.
ده ووئيل چې په 17مه نېټه به په لبرټي چوك كښې د تحريك انصاف يوه غونډه كېږي چې پكښې به د دواړو اسمبلۍ تحلیل كولو اعلان كوي۔
عمران خان دا هم ویلي، چې د ده غړي به قومي اسمبلۍ ته ځي او بیا به استعفا ورکوي، چې له دې وروسته به د هېواد ۷۰ سلنه خلک د ټاکنو موډ ته ځي. چې عمومي انتخابات دې وشي.
هغه وويل، چې قانون وايي، چې هر څومره ژر چې ولسي جرګه پای ته رسېږي، بايد په ٩٠ ورځو کې ټاکنې وشي، خو د دغو غلو موخه دا ده، چې د فساد دوسيې پاى ته ورسوي، دوى وايي، چې درېيمه دوره به د هېواد د لوټلو لپاره راځي. له دې غلو سره هیڅ علاقه نه لري، دوی ویره لري چې د ټاکنو له بایللو وروسته به د فساد دوسیې راپورته شي، د دې غلو او د پاکستان ګټې توپیر لري.
داسې امکان څرګندونه شوې ده چې د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ به د دسمبر په ۲۳ مه منحل شي
د پي ټي آئي د سرچينو له مخې د پنجاب او خېبر پښتونخوا اسمبلۍ به د دسمبر په 23 مه منحل کيدلې شي۔
د پي ټي آئي جګپوړي مشرتابه د مارچ د 23 نه مخکې انتخابات غواړي.






