د نیوزیلینډ کرکټ قامي لوبډلې ، د پاکستان سفر لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه

0
189

باغی ټي وي رپورټ
نیوزیلینډ د پاکستان سفر لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

ټم ساوټي به د پاکستان په دوره کې د نیوزیلینډ د ټیسټ لوبډلې مشري وکړي، په داسې حال کې چې ټرینټ بولټ په دې سفر کې د خپل شتون نه ښودلې.

لیګ سپېنر ایش سوډي څلور کاله وروسته د نیوزیلینډ ټیسټ لوبډلې ته راستون شو، په داسې حال کې چې بلیر ټیکنر او ګلین فلپس هم د نیوزیلینډ په لوبډله کې شامل شوي دي.
د کیوي لوبډلې په نورو لوبغاړو کې مایکل بریسویل، ټام بلنډیل، ډیون کانوې، میټ هینري، ټام لاتم، ډیرل مچل، هینري نیکولس، اعجاز پټیل، کین ویلیمسن، نیل وینګر او ویل ینګ شامل دي.

د پاکستان او نیوزیلینډ ترمنځ به لومړۍ ټېسټ لوبه د دسمبر په ۲۶مه په کراچۍ کې او دویمه به د جنورۍ په ۳مه په ملتان کې پیل شي.

د پاکستان دورې لپاره به د نیوزیلینډ د یو ورځنیو لوبو سیریز د دسمبر په 19مه نیټه اعلانیږي.

Leave a reply