وفاقي کابینې د ریکودیک پروژې د نهایی تړون لاسلیکولو رسمی منظوری ورکړه

0
66

باغي ټي وي رپورټ
وفاقي کابینې د ریکودیک پروژې د نهایی تړون لاسلیکولو رسمی منظوری ورکړه.

د اعلاميې له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه چې پكښې مهم فيصله وشوه۔

په خبرپاڼه کې راغلي، چې وفاقي کابينې د رېکوډک پروژې د وروستي تړون د لاسليکولو رسمي منظوري ورکړې، چې له دې وروسته به د رېکوډک د تړون نهايي لاسليک د دسمبر په ١٥مه ترسره کېږي، چې د ياد تړون د لاسليکولو منظوري يې ورکړه.

بیان کې ویل شوي چې کابینې د پټرولیم وزارت او نورو وزارتونو چارواکو ته رسمي منظوري ورکړې ده او کابینې د ریکودیک پروژې فنډنګ پلان هم منظور کړی چې د ای سی سی لخوا منظور شوی دی. د اعلامیې له مخې وفاقي کابینې د ریکوډک پراجېکټ کمپنۍ لپاره د ریګولیټري چوکاټ منظوري هم ورکړه.

غونډې ته بريفنګ ورکړے شو چې د ريکوډک پروژې د بيا رغولو د نهايي معاهدو په اړه د قانوني نظر لپاره د جمهوري رياست ريفرنس دائر شو، د اساسي قانون د ١٨٦مې مادې له مخې د نهايي توافقاتو په اړه د قانوني نظر لپاره د جمهوري رياست ريفرنس دائر شو. شفافه وه او هغه تړونونه چې لاسلیک کیږي له قانون سره سم دي.

بريفنګ کې ويل شوي چې د کابينې کمېټۍ به د اتحادي ګوندونو له مشرانو سره خبرې اترې کوي او کمېټه به ائتلافي ګوندونه په اعتماد کې اخلي او د هغوی اندېښنې به هوارې کوي.د بريفنګ له مخې د اتحادي ګوندونو لخوا منظور شوې دغه قانون د ريکوډک پروژې په حقله د ځينو قانوني خنډونو لرې کولو لپاره د کابينې 5 کسيزه کميټي جوړه شوې ده چې پکې د قانون، خزانې، تجارت او اقتصادي چارو وفاقي وزيران شامل دي.

په دې لړ كښې وزيراعظم ووئيل حكومت به د رېكوډك پروژې پشمول نورو پروژو كښې د سرمايه كارانو د حقونو تحفظ يقيني كوي او سرمايه كارانو سره كړې ټولې وعدې به پوره كوي۔

Leave a reply