د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د تحریک انصاف مشر پرویز خټک وایی که په ټاکنو راسره خبرې کوی نو بیا ورسره خبرې کوو

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پخواني دفاع وزیر او د تحریک انصاف مشر پرویز خټک له حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.
لاهور کې له عمران خان سره تر ليدنې وروسته ميډيا سره خبرو کې پرويزخټک وويل چې حکومت سره خبرې اترې نشته، که د ټاکنو په اړه خبرې وشي نو د خبرو مېز ته به کښېني.
ده ووئيل چې عمران خان به فيصله كوي چې كومه اسمبلۍ اول منحل كړې شي، د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي مونږ سره ده او هغه به اسمبلۍ منحل كوي۔
پرويزخټک وويل په پارټۍ کې هيڅ اختلاف نشته، ټول دعمران خان سره ولاړ دي، په خيبرپښتونخوا کې دغړو دناخوښۍ راپورونه دروغ دي.هغه وويل په پنجاب کې ټول غړي هم د عمران خان له بيانيې سره دي.






