نیوزیلنډ د نوي کال په رانوي کېدلو د نوي ځوانانو لپاره د سګرټو پر اخستلو بندیز لګوي

0
142

په نوي قانون کې چې تصویب شوی، د سګرټ او تنباکو محصولات په ټولو هغو اتباعو چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته زیږیدلي منع دي او له دې قانون څخه سرغړونکي به له ۱۵۰ زره نیوزیلنډي ډالرو (۹۵ امریکايي ډالرو) جریمې سره مخ شي.

سربیره پردې ، دا قانون غواړي په تنباکو محصولاتو کې د نیکوتین اجازه ورکړل شوې اندازه کمه کړي او همدارنګه به د هغه پلورنځیو شمیر چې د سګرټو او تنباکو محصولاتو پلورلو اجازه لري 90٪ کم کړي.

(2022 / 12  / 14   نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نیوزیلنډ پارلمان د سې شنبې په ورځ د دغه هېواد د اتباعو لپاره سخت قوانین تصویب کړل چې له مخې به یې په سګرټو کې د نیکوتین مواد کم او تر لاسه کول یې ستونزمن وي او هغه کسان چې عمرونه یې له ۱۴ کلونو کم وي، هېڅکله به د خپل ژوند په اوږدو کې د سګرټو د اخیستلو اجازه ورنکړي.

په نوي قانون کې چې تصویب شوی، د سګرټ او تنباکو محصولات په ټولو هغو اتباعو چې د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ له لومړۍ نیټې وروسته زیږیدلي منع دي او له دې قانون څخه سرغړونکي به له ۱۵۰ زره نیوزیلنډي ډالرو (۹۵ امریکايي ډالرو) جریمې سره مخ شي.

اړوند موضوعات:

د تمباکو د مخنيوي نړيوالي ورځي په مناسبت د پوهاوي سيمينار ترسره شو

Leave a reply