د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ ادعا کړې، چې په پوله کې د چین او هند د پوځیانو تر منځ په نښته کې زمونږ هیڅ یو سرتېری ټپي یا وژل شوی نه دی

باغی ټي وي رپورټ
د هند د دفاع وزیر راجنات سینګ ادعا کړې، چې په پوله کې د چین او هند د پوځیانو تر منځ په نښته کې زمونږ هیڅ یو سرتېری ټپي یا وژل شوی نه دی.
د هندي ميډيا له مخې راجناتھ سينګ په پارليمنټ كښې د كرښې په حقله د چين او هند د پوځ ترمېنځه د نښتې په اړه ووئيل چې په دې پېښه كښې كوم هندي سرتېرى ژوبل شوى او كومه مرګ ژوبله نه ده رامخې ته شوې۔
راجنات سینګ وویل، د هند پوځ د خپل هېواد د خاورې امنیت ته ژمن دی.
د هند دفاع وزیر ویلي، له چینايي ځواکونو یې غوښتي چې په پوله کې د سولې د ټینګښت لپاره دې له دا ډول کړنو ډډه وکړي.
تيره ورځ د اروناچل پرديش ايالت د واقعي کرښې په توانګ سيکټور کې د چين او هند د پوځ تر منځ نښته شوې وه چې په اړه يې د هند پوځ په خپله اعلاميه کې ويلي وو چې په نښته کې د دواړو خواوو پوځيانو ته لږ زيان اوښتی دی.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۰ کال کې د لداخ په ګالوان دره کې د چینايي او هندي پوځیانو ترمنځ نښته شوې وه چې په ترڅ کې یې ۲۰ هندي او څلور چینايي پوځیان وژل شوي وو.






