د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وايي، مونږ د عمران خان ملاتړ کړی، ملاتړ يې کوو او ملاتړ به يې جاري ساتو
باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الهي وايي، مونږ د عمران خان ملاتړ کړی، ملاتړ يې کوو او ملاتړ به يې جاري ساتو.
چوهدري پرويز الاهي د صوبائي وزير محمد لطيف نظر سره وليدل چي پکښي د صوبې په سياسي صورتحال او فيصل آباد کښي د پرمختيائي کارونو په اړه خبري اتري شوي ولي لطيف نظر پرويز الهي ته د معدناتو محکمي د کارکردګي په اړه بريفنګ ورکړو۔
په دې موقع د پنجاب وزيراعلي پرويز الاهي وئيلي دي چي د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان د پاکستان تر ټولو مقبول مشر دے، مونږ د هغه ملاتړي يو، ملاتړ يې کوو او جاري ساتو، د يو کس شو پرځاې ټول ټيم رابللو. یوځای زه ځم.
ده ووئيل زمونږ د سياست محور د عام اولس د حالاتو ښه كول دي، تل يې د غريب اولس ته د مرستې رسولو لپاره په اخلاص كار كړى، داسې كارونه يې وكړل چې خلك به زما لومړۍ دوره په ياد ولري.
د پنجاب وزيراعلي وويل د (ن) ليګ په څېر موږ هيڅکله د انتقام سياست نه دی کړی، موږ تل مثبت سياسي روايتونه ټينګ کړي دي.