ایران له پاکستان سره د ترجیحي سوداګرۍ په تړون کې د ټولو شیانو پر وارداتو بندیز لرې کړ

0
201

باغی ټي وي رپورټ
ایران له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي ډیپلوماسۍ د ودې لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي.

د ایران د سفارت د ویاند په وینا، ایران له پاکستان سره د ترجیحي سوداګریز تړون (PTA) له مخې د لیست شویو ټولو توکو پر وارداتو بندیز لرې کړی دی.
دسرچينو ترمخه پاکستان اؤ ايران په مارچ 2004م کې پي ټي اي لاسليک کړى ؤ اؤ وفاقي کابينې په مئ 2005م کې دترجيبي تجارت تړون تائيد کړى ؤ.

سرچينې وايي، چې د پاکستان او ايران تر ټولو غوره سوداګريز تړون د ٢٠٠٦ کال په سپټمبر مياشت کې فعال شوې وو.
…………………..

Leave a reply