شاهد خاقان وایی چې قومي او صوبايي اسمبلۍ لپاره ضروري ده چې د نوو صوبو په جوړولو موافقه وکړي

0
142

باغی ټي وي رپورټ
کراچۍ: پخوانى وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وايي مفتاحبه سم کار کړى خو وزيراعظم اؤ دپارټۍ قيادت اسحاق ډار ته ذمه واري ورکړې، قومي اؤ صوبائي اسمبلۍ بايد دنوؤ صوبو په جوړولو اتفاق وکړي.

شاهد خاقان عباسي د کونسل آف پاکستان نیوزپیپرز ایډیټرز د مدیرانو غونډې ته په وینا کې وویل چې د اسحاق ډار د راتلو او مفتاح اسماعیل د تګ پریکړه د وزیراعظم ده.
شاهد خاقان عباسي وويل، د سيمه ييزو حکومتونو نظام له خلکو سره نېغ په نېغه تړاو لري، د ځايي حکومت استازي بايد واکونه ولري، په عمومي ډول د ځايي حکومت واکونه د ملي او صوبايي اسمبلۍ د غړو له خوا کارول کېږي، پروېز مشرف ډېر واکونه ورکړل. د محلي حکومت استازي چې تجربه کوي که بریالي نه وي، اختیارونه باید انتقال شي.

پخواني وزيراعظم وويل قومي او صوبائي اسمبلۍ دې د نويو صوبو په جوړولو اتفاق وکړي، زمونږ دحکومت نظام په دې ډول کار نۀ کوي، مونږ ته انتظامي نظام بدلول پکار دي، په تحصيل کې د وفاقي افسرانو کار څه دى.
ده ووئيل چې كه كومې ادارې زمونږ هېواد ته زيان رسولې وي نو هغه نېب دے٬ هېڅ افسر په دې صورتحال كښې كار كولو ته تيار نه دي٬ راته ووايه چې نېب څه حساب كړې٬ نېب يوازې نواز شريف ته سزا وركړې٬ ججانو ی بلیك ميل كړې او پر دوی پرېكړې شوې دي۔

Leave a reply