د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان ته د مرګ ګواښونه شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د عوامي نېشنل ګوند د خیبر پښتونخوا مشر ایمل ولي خان ته د مرګ ګواښونه شوي دي.
د اے اين پي صوبايي وياند ثمر بلور وايي، ايمل ولي ته يې په موبايل فون يو ګواښي زنګ راغلى، ويل شوي چې د ايمل ولي د وژلو پلان جوړ شوى دى.
ثمر بلور زیاته کړه چې زمونږ تحفظ د حکومت ذمه واري ده، که حکومت امنیت نه شي ورکولی نو مونږ به د خپل ګوند د مشرانو تحفظ په خپل لاس کښې اخلو، مونږ به وسله هم پورته کړو او قانون مات کړو.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي وياند په تېرو څو ورځو کې په خپل يو بيان کې ويلي و، چې امل ولي خان ته د ترهګرو ګواښونه شوي، رياست، حکومت او د ترهګرو خواخوږي بايد پوه شي، چې امل ولي خان زموږ د ولي باغ سياسي وارث دی. که ایمل ویلی لږ څه زیانمن شوی وي موږ ته شکایت مه کوئ.
په تېرو څو ورځو کې داسې اوازې وې چې د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر سرداد حسین بابک ته هم ګواښونه شوي دي.






