دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وايي چې ټيريان د عمران خان لور ده او ددې ډیر ثبوتونه شته دې

0
171

باغی ټي وي رپورټ
دکورنيو چارو وزير رانا ثناء الله وايي چې تيريان د عمران خان لور ده چې ډير ثبوتونه لري.

داخله وزير وويل چې عمران خان پخپله هيڅکله انکار نۀ دى کړى، اسلام اباد هائي کورټ د نامزدګۍ په کاغذونو کې د خپلې مبينه لور تارون د نه ښودلو په اړه د عمران خان څخه ځواب غوښتى دى.
د اسلام اباد هائي کورټ په ليکلي حکم کې عدالت وئيلي چې د درخواست کوونکي په وينا عمران خان د ماشومانو په بيان کې دوې ذکر کړی ، د يو په اړه معلومات پټ کړی ، په اصل کې عمران خان درې ماشومان لري .

محکمې ویلي چې عامو انتخاباتو کې د نامزدګۍ کاغذونو جمع کولو په مهال غلط معلومات ورکړل شوي وو.
بل خوا د درخواست کوونکي وکيل عدالتي مقدمه وړاندې کړه او ويې ويل چې اسلام اباد هائي کورټ دې دغه معامله وڅېړي،عدالت دلائل غوښتي دي.

Leave a reply