خېبر پښتونخوا کې د تاوتریخجن افراطیت سره د مبارزې لومړی مرکز پرانستل شو

باغی ټي وي رپورټ
په خېبر پښتونخوا کې د تاوتریخجن افراطیت سره د مبارزې لومړی مرکز پرانستل شو.
د پرانستې دستورې په مهال صوبايي وزیر کامران بنګش اوویل چې د تشدد سره د مبارزې مرکز به د کورني تشدد پشمول د تشدد په نورو شکلونو تحقیق کوي.
صوبائي وزير کامران بنګش دا هم وئيلي دي چي خيبرپښتونخوا د نيشنل ايکشن پلان په عملي کولو کښي مخکښه ده، د خيبرپښتونخوا نه علاوه په هيڅ صوبه کښي د تشدد د مخنيوي مرکز نشته۔
د تاوتریخوالی د افراطیت سره د مبارزې په مرکز کې، 25 فیصده فیلوشپونه د میډیا پرسونل لپاره ځانګړي شوي، 25 فیصده فیلوشپ به د مدرسو زده کونکو ته او 50 فیصده فیلوشپونه به د وړتیا په اساس ورکړل شي.





