د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستيال د مهاجرينو اړوند څلور اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه ايران ته لاړ.

0
180

د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستيال د مهاجرينو اړوند څلور اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه ايران ته لاړ.

10 دسمبر 2022

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په ايران کې د افغان مهاجرينو د وضعيت په اړه څلور اړخيزې ناستې کې د ګډون په موخه د دغه هېواد پلازمېنې تهران ته ولاړ.

 

د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال شنبه د ليندۍ په (۱۹) مه د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې يوې خبرې ناستې ته وويل، چې د دې سفر موخه د افغانستان د دولت استازيتوب دی.

 

هغه وويل، چې په ګاونډيو هېوادونوکې د مهاجرينو په وړاندې د شته ستونزو او ننګونو کمول د مهاجرينو چارو وزارت او د ا. ا امارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي او د ا. ا امارت له بريا تر اوسه په ټول هېواد کې امنيت دی، چې په همدې موخه به افغان مهاجرو ته هېواد ته د ستنېدو په اړه هم خبرې وشوې.

 

د افغانستان، ايران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې څلور اړخيزه ناسته به د روانې ميلادي مياشتې په (۱۲) مه او (۱۳) مه د ايران په تهران ښارکې ترسره شي.

اړوند موضوعات

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.

په دې ناسته کې به په ايران او پاکستان کې د افغان مهاجرو پر وضعيت خبرې اترې وشې.

Leave a reply