حکمتیار: ط.البانو زموږ د جومات او دفتر برېښنا پرې کړې ده

حکمتیار: ط.البانو زموږ د جومات او دفتر برېښنا پرې کړې ده
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د قوس په ۱۸مه د جمعې د لمانځه په خطبه کې د ا.ا. پر حکومت نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې ا.ا. د ده د دفتر او جومات برېښنا پرې کړې ده.
(2022 / 12 / 10 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د قوس په ۱۸مه د جمعې د لمانځه په خطبه کې د ا.ا. پر حکومت نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې ا.ا. د ده د دفتر او جومات برېښنا پرې کړې ده.
همدارنګه ښاغلی حکمتیار وايي چې د ا.ا. حکومت د هغه پوهنتون تړلی دی، په داسې حال کې چې دا پوهنتون د ا.ا. د تحریک له بنسټ ایښودلو څخه زوړ دی.
د حزب اسلامي مشر هم د خپل دفتر د امنیت او له اوسني حکومت څخه شکایت کوي. هغه وويل: << ط.البانو د دفتر او زما د ژوند د امنيت لپاره لس ساتونکي ورکړي دي. خو د دوی لپاره خواړه نه دي چمتو شوي او زه دوی ته خواړه ورکوم، په داسې حال کې چې زما او زما د دفتر د غړو د امنیت په تامین کې د دوی هڅې صفر دي.» د ښاغلي حکمتیار د امنیت په اړه د ا.ا. د مشر له لوري پر حکومت نیوکې وروسته له هغې راپورته شوې، چې تېره اوونۍ د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال دوو ځانمرګو بریدګرو د هغه پر دفتر برید وکړ، چې په پایله کې یې د ښاغلي حکمتیار یو ساتونکی ووژل شو.




