د متنازع ټويټونو په مقدمه کې نامزد د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم سواتي د سندهـ پوليسو په تحویل کښې اخستې او د کوئټې نه سکهر ته منتقل کړې دې

0
106

باغی ټي وي رپورټ
د متنازع ټويټونو په مقدمه کې نامزد د پاکستان تحريک انصاف سينيټر اعظم سواتي د سندهـ پوليسو نيولی او د کوئټې نه سکهر ته منتقل کړی شوی دی.

د اعظم سواتي په ضد د کراچۍ پشمول د سندهـ مختلفو پوليس سټيشنو کښې مقدمې درج شوي دي۔

دپوليسو سرچينو ترمخه اعظم سواتي نن سهار د کوټې پوليسو د سندهـ پوليسو لخوا نيول شوى اؤ د هوا په ذريعه سکهر ته راوړل شوى دى.
سرچينې وائي اعظم سواتي به نن مقامي عدالت ته وړاندې کړل شي.

ياده دي وي چي تيره ورځ د بلوچستان هائي کورټ په ټوله صوبه کښي د اعظم سواتي په ضد درج شوي مقدمو د بندولو حکم ورکړے وو۔

Leave a reply