د افغانستان بانک سرپرست نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې سره وکتل.
د افغانستان بانک سرپرست نن ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې سره وکتل.
9 دسمبر 2022
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې آغلې رزا اوتونبایوا سره د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر ( حاجي ادريس) ولیدل او پر یو شمېر مهمو موضوعاتو یې بحث وکړ.
په دغه لیدنه کې د فقر او بیکارۍ د له منځه وړلو، بشري مرستو، بهرنیو پانګونو، بانکي لېږدونو او اړیکو، د افغانستان د اسعاري زېرمو، کوچنیو پورونو، مالي خدمتونو د پراختیا او یو شمېر نورو مهمو مالي او بانکي موضوعګانو په اړه بحث او د نظرونو تبادله تر سره شوه.
په دغه غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست رئیس ښاغلي عبدالقاهر (حاجي ادریس) یادونه وکړه چې د افغانستان بانک د نړیوالو اصولو او مقرراتو په رڼا کې له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی او پدې برخه کې به د افغانستان بانک له اړخه له هېڅ ډول همکارۍ درېغ و نه کړي.
نوموړي د نړیوالې ټولنې له مرستو د مننې تر څنګ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې وغوښتل چې په افغانستان کې د فقر، بیکارۍ او نورو منفي نا خوالو د له منځه وړلو لپاره د نړیوالو منل شوو اصولو او مقرراتو په رڼا کې د مناسب چاپیریال په رامنځته کولو کې مرسته وکړي، تر څو په دې وسیله د یادو پدیدو څخه په ملي او نړیواله کچه د رامنځته کېدونکو منفي تاثیراتو مخنیوی وکړي.
باید وویل شي چې په دې غونډه کې د افغانستان بانک د پالېسۍ ستر سلاکار ښاغلي لطف الحق نور پسرلي هم ګډون درلود او له نړیوال بانکي سکتور سره یې د افغانستان د بانکي سکتور د نښلولو په اړه هر اړخیز بحث وکړ. نوموړي له نړیوالو سیستمونو سره د افغانستان د بانکي سیستمونو نښلول د هېواد په اقتصادي وده او سوداګریزه پراختیا کې د خورا ارزښت وړ یاد کړل.
اړوند موضوعات
د افغانستان بانک سبا د افغانیو د ثبات لپاره ۱۶ میلیونه ډال لیلاموي
د یادونې وړ ده چې په دې غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې آغلې رزا اوتونبایوا هم د; افغانستان بانک سره د غوره اړیکو پر لرلو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان بانک د مشرتابه پیغام به د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې شریک کړي.