د لومړي وزیر شهباز شریف وکیل مصطفی رمدي وايي، عمران خان له شرم په کار دې چې د برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل ی د ناوړه سیاسي کمپاین لپاره وکارول
باغي ټي وي رپورټ
د شهباز شريف وکيل مصطفی رمدې د سېلاب فنډ کې د کرپشن په مقدمه کې د ډيلي مېل د بخښنې په اړه د تحريک انصاف په مشر نيوکه کړې ده.
د وزيراعظم شهباز شريف د عمران خان په ضد د لس اربه روپو تاوان په مقدمه کښې د شهباز شريف وکيل مصطفی رمدې ويلي دي چې د عمران خان په مشرۍ کښې انتقامي او مايوسه پخواني حکومت ته بايد په خپل ځان شرم راشي.
مصطفی رمادي وویل چې عمران خان دې په خپله سوچ وکړی چې څنګه یې په شهباز شریف باندې د کرپشن دروغ جوړ کړل، شهباز شریف ته د قانون د حاکمیت مبارکي وایم.
ياده دې وي چې تېره ورځ برتانوي ورځپاڼې له شهبازشريف څخه د درواغو خبرونو له امله بښنه وغوښته او د خبريال ډيويډ روز خبر يې هم له وېبپاڼې لرې کړ.
د 14 جولای 2019 په خبرونو کې ، شهباز شریف د 2005 زلزله ځپلو سره د مرستې په غلا کولو تورن شو.ورځپاڼې په خپل وضاحت کې ليکلي چې د احتساب قامي ادارې (نيب) هيڅکله په شهباز شريف د برتانيې د اتباعو د پيسو يا د ډي ايف آئي ډي مرستې د غبن کولو تور نه دی لګولی او له شهباز شريف څخه يې د تېروتنې بخښنه غوښتې ده.
ډیلي میل له شهباز شریف بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې دوی مني چې شهباز شریف هیڅ غلط کار نه دی کړی، دوی له شهباز شریف بښنه غواړي.
شهباز شریف د دې مقالې په اړه د برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل پر ضد مقدمه درج کړې وه.
شهباز شريف دريځ خپل کړی ؤ چې دې مقالې د هغه شخصي او مسلکي شهرت ته سخت زيان رسولی دی.