بلاول بهټو په سنګاپور کښي د فيس بک (ميټا) ايشيا پيسفک مرکزي دفتر ذمه وارو سره ليدنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بهټو سنګاپور ته په دوه ورځني سفر تللی دی.
د خارجه دفتر د وياند له مخې بلاول بهټو د سينګاپور د خارجه وزير په بلنه د دسمبر په اتمه او نهمه نېټه د سنګاپور دوره وكړه په كوم كښې چې هغه له اولس مشرې حليمې يعقوب، خارجه وزير بالاكرشنن او نورو چارواكو سره وليدل۔
د خارجه دفتر وينا ده چي بلاول بهټو په سنګاپور کښي د فيس بک (ميټا) ايشيا پيسفک مرکزي دفتر هم ليدنه کړې ده۔
د خارجه دفتر وياند له مخې په دې موقع بلاول بهټو په پاكستان كښې د منېټائزېشن پېل كولو لپاره د فېس بک سټارز پروګرام پېل كړو چې دا اقدام به د ځوانو سوداګرو ظرفيت زيات كړي۔
Foreign Minister @BBhuttoZardari visited Meta (Facebook) Asia-Pacific HQ in Singapore today. Highlighting the achievements and huge potential of the IT sector in Pakistan, the FM expressed keen desire for enhanced cooperation between @Meta and Pakistan. pic.twitter.com/WkAxcxpZYa
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) December 9, 2022






