وزیراعلی پنجاب پرویز الهی په وزیراعظم شهباز شریف نیوکې کړي دي

0
128

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي پرويز الهي يو ځل بيا وزيراعظم شهباز شريف باندې یو ځل بیا سختې نیوکې کړي دي.

پرویز الهي په وزيراعظم نيوکه وکړه او ويې ويل چې ده د يوې ذرې کرپشن نه دې کړې، د دوی خپل خلک وايي چې مونږ ته هیڅ شی نه پریږدي.
ده ووئيل شهباز شريف په پنجاب دښمنۍ كښې حدونو څخه تیر شوې دې، شهباز شريف په كروندګرو ظلم كړے ، هغوی اوویل چې که چیرې د دسمبر تر 13 پورې د ګریټر تال کانال تړون لاسلیک نشي، نو دا تړون به په اوتومات ډول پای ته ورسیږي.

ده ووئيل د افسوس خبره ده چې وفاقي حكومت په دې معامله پرمختګ نه دى كړے۔په غونډه كښې پنجاب د سندهـ اعتراضونه د ارقامو سره لرې كړل د زمكو كرلو لپاره به اوبه وركولې شي۔
د پنجاب اعلی وزیر زیاته کړه چې عمران خان دومره شعور پیدا کړی دی چې کله دوی بهر لاړ شی نو خلک ورته د غل غل نعرې وهی.

Leave a reply