د ټرانسپیرنسی انټرنیشنل یوه سروې جاري کړې، د پاکستان پولیس اداره تر ټولو لویه فاسده ګرځول شوې ده

باغی ټي وي رپورټ
د ټرانسپرنسي انټرنېشنل د پاکستان نېشنل کرپشن په اړه سروې جاري کړې ده.
د سروې په راپور کې پولیس د هېواد په کچه تر ټولو فاسده اداره بلل شوې، په داسې حال کې چې د تذکرو، قراردادونو سکتور او قضا د فساد په برخه کې درېیم ځای لري.
په رپورټ کې د تر ټولو بدعنوان ادارو په لړ کې د تعلیم سکتور څلورم نمبر دی، د دې نه علاوه د نیب په شمول د کرپشن ضد ادارو باندې هم د بې اعتمادۍ څرګندونه شوې ده.
تعلیم په سندهـ کې تر ټولو فاسد سکتور دی
د سروې په رپورټ کې د سندهـ صوبې د تعلیم څانګه تر ټولو په فساد ککړه بلل شوې ده.
په دې لړ کې د کراچۍ د تعليم سيکرټري اکبر لغاري ميډيا سره په غير رسمي خبرو کې وويل چې ټرانسپرنسي انټرنيشنل زما سره هيڅ لیدنه نه دی کړی، زه د داسې کوم راپور نه خبر نه یم.
………………………….





