د اسمبلۍ د منحلولو په مسله د ځينو وزيرانو او غړو تر منځ اختلافات دي. بیرسټر سیف

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا د وزيراعلي د اطلاعاتو خاص مرستيال بيرسټر محمد علي سيف وايي، د اسمبلۍ د منحلولو په مسله د ځينو وزيرانو او غړو تر منځ اختلافات دي.
بيرسټر محمد علي سيف وايي، د اسمبلۍ د تحليل په اړه ټولو غړو ته پوره ازادي ده چې د پي ټي ايي چئیرمین عمران خان ته خپل نظر وړاندې کړي، خو د ځینو وزیرانو او غړو تر منځ اختلاف موجود دی، که د پنجاب اسمبلۍ منحل شي نو دې سره خبره جوړیدې شي.
دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وياند وئيلي دي چې يواځې دخيبرپښتونخوا اسمبلۍ منحل کولو سره هغوي په مرکزي حکومت فشار نۀ شي اچولى.د غړو نظر دی چې تر څو چې د پنجاب اسمبلۍ نه وي منحل شي، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ دې هم ودرول شي.
ده ووئيل ټولو غړو ته د عمران خان په وړاندې د خپل نظر وړاندې كولو پوره آزادي ده، تر اوسه عمران خان كومه نېټه نه ده وركړې او هغه د هر چا نظر اخلي۔






