د پاکستان سترې محکمې د بلوچستان ریکوډک منصوبه قانوني اعلان کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې د ریکودیک پروژه قانوني اعلان کړه.
د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال د 13 صفحو ريکوډک ريفرنس په اړه لنډ نظر ورکړو.
سپريم کورټ په خپل رپورټ کې ليکلي چې د ريکوډ ريفرنس کې صدر مملکت دوې پوښتنې کړې وې، په دغه نظر کې نړيوالو کارپوهانو د عدالت ملاتړ کړی دی.
د محکمې په رأیه کې ویل شوي چې د پاکستان اساسي قانون د ملي شتمنیو د معاملې اجازه نه ورکوي، صوبې کولی شي د معدنونو په اړه قوانینو کې تعدیل او بدلون راولي. سپريم کورټ په خپله وېنا کښې ليکلي چې ريکوډک معاهده د قانون خلاف نه ده، په نوي ريکوډک معاهدې کښې څه غير قانوني نه دي، د بلوچستان اسمبلۍ ته هم د معاهدې په اړه بريفنګ ورکړے شو۔
سپريم کورټ په خپل رپورټ کې ليکلي چې د ريکوډک تړون د سترې محکمې د ۲۰۱۳م کال د پرېکړې خلاف نه دی، د رېکوډک تړون د چاپېريال په اړه هم د اعتبار وړ دی، وفاقي او صوبايي حکومتونو د کارپوهانو له نظرونو وروسته دغه تړون کړی او د د بلوچستان اسمبلۍ هم په دې معاهده اعتماد وښود او وئيلي شوي وو چې منتخب عوامې نمائندګانو په دې معاهدې اعتراض نه دے کړے
ياده دي وي چي د ملک اولس مشر د اکتوبر په پنځلسمه نيټه د ريکوډک ريفرنس په اړه د نظر ورکولو درخواست کړے وو، سپريم کورټ د ريکوډک ريفرنس په اړه ۱۷ اوولس اوریدنې وکړې.
………………..