عمران یو فراډ او جعلي تن دې، د شهباز شریف پر ضد ناسم خبرونه خپروي او پخپله ی ساعتونه غلا کړي دي: وزیرداخله رانا ثناالله

0
173

باغی ټي وي رپورټ
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وايي، عمران یو فراډ او جعلي تن دې، د شهباز شریف پر ضد ناسم خبرونه خپروي او پخپله ی ساعتونه غلا کړي دي.

خپل يو بيان كښې رانا ثناء ووئيل د ډيلي ميل بخښنه دا اعتراف دے چې د دې دروغو ماسټر مائنډ عمران خان دے٬ عمران خان د ډيلي مېل له لارې شهباز شريف د بلیک ميل كولو هڅه كړې۔ داخله وزير وويل دا ثابته شوې ده چې عمران خان دروغجن، یو فراډ او غل دې، او د آئين ترمخه هم دروغجن، غل او غدار مشر نۀ شي جوړیدلې.

رانا ثناء زياته کړه چې د پي ټي ائي له مشرتابه څخه دې غله او دروغجن لرې کړي او يو ښه او صادق کس ته دې مشري ورکړي.

Leave a reply