د بلوچستان هائي کورټ د پاکستان تحریک انصاف سنېټر اعظم سواتي په ضد په صوبه کې درج شوې ټولې ایف آئي آرونه ختمولو حکم کړی دی.

0
168

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان هائي کورټ د پاکستان تحریک انصاف سنېټر اعظم سواتي په ضد په صوبه کې درج شوې ټولې ایف آئي آرونه ختمولو حکم کړی دی.

د بلوچستان هائي کورټ کښې د سېنېټر اعظم سواتي په ضد د درخواست اورېدنه وشوه۔ د اعظم سواتي زوی د خپل پلار پرضد د مقدمې د ختمولو درخواست جمع کړی و.

د اعظم سواتي په ضد د کچلاک، حب، ژوب پشمول پنځو سيمو کښې ايف آئي آر درج کړے شوي وو او د بلوچستان پوليس اعظم سواتي د اسلام آباد نه ګرفتار کړے او کوټې ته ئې راوستو۔ دوه ورځې وړاندې د بلوچستان هائي کورټ په صوبه کې د اعظم سواتي په ضد د نورو مقدمو د نه ثبتولو امر کړی وو.

په نننۍ اورېدنه کې د بلوچستان هائي کورټ د اعظم سواتي په ضد په صوبه کې درج شوې ټولې ايف آئي آرونه ختمولو حکم ورکړے دے۔

Leave a reply