د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند بیرسټر سیف وايي، کراچۍ د پيپلز ګوند په واکمنۍ کې د جرمونو په اډه بدله شوې ده

0
160

باغی ټي وي رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر سيف د سندهه اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د خېبرپښتونخوا د امنيتي وضعې په اړه د هغه په بيان نيوکه کړې ده.

بیرسټر سیف د سندهه د اطلاعاتو په وزیر نیوکه وکړه او ویې ویل چې د شرجیل میمن مثال د هغه چینډښې په شان دی چې په اوچته اوخته او ووایي چې کشمیر مې اولیدو.
ده ووئيل شرجيل ميمن په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان په اړه غږ پورته كړو كوم جرمونه چې په كراچۍ كښې كېږي هغومره په ټول پاكستان كښې نه دي۔

د خېبرپښتونخوا د حکومت وياند وايي، کراچۍ د پيپلز ګوند په واکمنۍ کې د جرمونو په اډه بدله شوې ده.
بیرسټر محمد علي سیف ویلي، چې شرجیل میمن دې خیبر پښتونخوا ته راشي او له امنیتي ساتونکي پرته به یې وګرځوي، هغه زیاته کړې چې شرجیل دې د سندهه په امنیتي وضع توجه وکړي.
……………………

Leave a reply