پاکستان ژمن دې چې په راروان وخت کښې افغانانو استاذانو لپاره د روزنې کورسونه تابیا کړي: د پاکستان وزیرخارجه بلاول بوټو زرداري

0
97

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، پاکستان له افغان حکومته غوښتي چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب ډاډ ورکړي.
بلاول د اندونیزیا په بالي ټاپو کې د افغان ښځو د تعلیم په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، هغه اوویل چې خوښ دی چې د افغان مېرمنو د تعلیم په کنفرانس کې ګډون کوي. بلاول وويل، چې دا مهال په پاکستان کې زرګونه افغان محصلين په زده کړو بوخت دي، پاکستان هم غواړي چې افغان ښځينه ښوونکي وروزي، د پاکستان اساسي قانون د ښځو مساوي حق په ګوته کوي.
د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د ښځو په تعلیم کې پانګونه د هېواد په راتلونکي کې پانګونه ده.

Leave a reply