فواد چوهدراي وایی چې قومي اسمبلۍ منحل نه شي نو فرق نه لري په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې به انتخابات كېږي او په مارچ كښې به نوي حكومتونه راځي

0
88

باغی ټي وي رپورټ
لاهور: د تحريک انصاف مشرانو فواد چوهدري او حماد اظهر خبري غونډه کړې ده. فواد چوهدري وايي په وروستيو غونډو کې د پي ټي ائي غړي عمران خان ته د اسمبلۍ د منحلولو په اړه رايې ورکړې ده ، په دې کې اتفاق موجود دی چې مونږ له اسمبلۍ منحل کول پکار دي. هغه اوویل چې ق لیګ مو خبر کړې چې په دسمبر کښې به اسمبلۍ ماتوو.
فواد چوهدري وويل دپنجاب وزيراعلي پرويز الاهي ته مشوره داده چې داسمبلۍ ماتولو مسله دې نوره هم واخله. ده ووئيل چې قومي اسمبلۍ منحل نه شي نو فرق نه لري په پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې به انتخابات كېږي او په مارچ كښې به نوي حكومتونه راځي٬ عمران خان د ولس او رياست ترمېنځه د پل رول لوبوي٬ زمونږ ايجنډا ده۔ یوازې دا ده چې ټاکنې به کله کوې.
فواد چوهدري زياته کړه چې له بده مرغه د ادارو کردار غير سياسي نه دى شوى، د اليکشن کميشن او غړو په ضد مقدمې درج شوې دي، د عدالتي نظام څخه متوقع فيصلې نه تر سترګو کيږي. ده ووئيل د پاكستان ټولې طاقتورې حلقې دې د ولس رايو ته تسليم شي۔ فواد چوهدري وئيلي دي چې هيڅ وزير هيڅ منصوبه نه لري، د مقدمو ختمولو سيالي ده، پنجاب کښې د عمران خان ايف آئي آر نه دې درج شوې، شهباز ګل نيولې شوې دې۔ په دې موقع حماد اظهر وويل چې په ٧ مياشتو کې چې کوم بد حالات شوي هغه په کرونا کې هم دومره خراب نه وو، سوداګرو او صنعتکارانو وويل چې ددوي ايل سيز نه خلاصيږي او په هیواد کښې معيشت ته ګواښونه زياتيږي.

Leave a reply