برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل له لومړي وزیر شهباز شریف بښنه غوښتې ده.

0
248

باغی ټي وي رپورټ
برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل له لومړي وزیر شهباز شریف بښنه غوښتې ده.
برتانوي ورځپاڼې ډیلي میل د ۲۰۱۹ کال د جولای پر ۱۴مه په یوه مقاله کې تور لګولی چې شریف کورنۍ د سېلاب ځپلو خلکو پیسې غلا کړې دي. ډیلي میل ویلي چې د احتساب ملي ادارې (نیب) د شهباز شریف په اړه د تحقیقاتو راپور ورکړی و. اوس ډیلي میل له شهباز شریف بښنه غوښتې او ویلي یې دي چې دوی مني چې شهباز شریف هیڅ غلط کار نه دی کړی او دوی له شهباز شریف بښنه غواړي.

Leave a reply