مولانا فضل الرحمان په عمران خان نیوکې کړي او وایی چې عمران خان بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې او د ملکي ادارو په ضد ی د ویشلو سازشونه وکړل

0
175

باغی ټي وي رپورټ
د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان وايي، عمران خان له بهرنۍ مرستې ترلاسه کړې ، له دې لارې یې د واک د ترلاسه کولو هڅه کړې او زموږ د ادارو د وېشلو سازش ی کړې دی.
په کوئټه کښي ورکرز کنونشن ته خطاب په وخت مولانا فضل الرحمان اوويل چي زمونږ د ادارو د تقسيمولو سازش روان دے، دفاعي ادارو دا سازش ناکامه کړے دے۔ مولانا فضل الرحمان په عمران خان د نیوکې کولو په مهال ویلي چې د شیشې په کور کې مه کښېنئ او ډبرې مه غورځوئ، زمونږ یوه خښته ستاسو کور ورانوي، ستاسو یو څه کارکردګي وښيي، تاسو اقتصاد تباه کړی دی، اوس دوی وايي چې زه یم. ډېرې تېروتنې وکړې.
د جے يو آئي مشر ووئيل مونږ ټول اقليتونو ته په پاكستان كښې برابر حقونه ورکوو،دوی ددې هیواد وګړي قبلوو، نړيوال مالي ادارې اقليتونو په اړه مونږ ته ګواښونه كوي، په داسې حال كښې چې د افغانستان او بګرام په زندانونو كښې څه وشول، ليبيا كښې بشري حقونه سره څنګه سرغړونه شوه، څومره ظلم وشوه نو دا کوم بشري حقونه وو.

Leave a reply