اسلام آباد هائي کورټ سليمان شهباز په هوایی ډګر د نيولو څخه ایسار کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د وزيراعظم زوی سليمان شهباز ته امر کړی دی چې د دسمبر تر 13مه نېټه عدالت ته حاضر شي.
د اسلام آباد هائي کورټ چيف جسټس عامر فاروق د سليمان شهباز د حفاظتي ضمانت درخواست سماعت کړے دے۔
د سليمان شهباز وکيل امجد پروېز وکيل وويل چې سليمان شهباز د ايف آئي آر درج کېدو نه پس د اکتوبر 2018ء راهسې بهر دی چې په اړه يې عدالت ويلي چې د درخواست کوونکي په غياب کې حفاظتي ضمانت نشي ورکولی.
امجد پرويز وويل سليمان شهباز به ددسمبر په 11مه نيټه پاکستان ته ستنيږي اؤ غوښتنه يې کړې ده چې دعدالت څخه دترهه گرۍ دمخنيوي پورې دې د سليمان شهباز نيولو څخه ډډه وشي.
په دي موقع وکيل امجد پرويز ايډوکيټ هم اسلام آباد هائي کورټ ته د سليمان شهباز ايئر ټکټ وړاندي کړے دے۔
د اسلام اباد هائي کورټ د سليمان شهباز په درخواست فيصله کړې او ملک ته د واپسۍ په مهال يې په هوائي ډګر د هغه د نيولو نه منع کړې او سليمان شهباز ته ئي د دسمبر تر 13مه نيټه عدالت ته د تسليميدو حکم ورکړے دے او سماعت ئي ځنډولې دې۔
……………………………………………………………….






