عمران خان د ګوند اسمبلۍ غړو ته د ټاکنو لپاره د چمتووالي لارښوونه کړې

0
162

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) مشر عمران خان د ګوند اسمبلۍ غړو ته د انتخاباتو لپاره د تیارۍ امر کړی.

د اټک، جهلم، چکوال او سیالکوټ د اسمبلۍ غړو په لاهور کې له عمران خان سره وکتل.

د مجلس له غړو سره په کتنه کې د هېواد پر سیاسي وضعیت، سیاسي تګلارې او راتلونکي کاري پلان خبرې وشوې.
عمران خان د پي ټي ائي اسمبلۍ غړو ته د انتخاباتو لپاره د تيارۍ لارښوونه کړې او ويلي يې دي چې د اسمبلۍ غړي دې په خپلو حلقو کې خلکو ته د وفاقي حکومت د ناکاميو خبر ورکړي.

ده ووئيل د هېواد د ستونزو يواځينۍ حل انتخابات دي، پروېز الهي وئيلي دي چې كله چې عمران خان اووایی نو اسمبلۍ به ماتې کړي.

Leave a reply