د سندهه صوبې په سیلاب ځپلو سیمو کې د ملاریا پیښې زیاتیږي، یونیسف به پاکستان ته 2 ملیون د مچیو جالۍ ورکړي

باغی ټي وي رپورټ
په سندهـ او بلوچستان کې د ملاریا په ناروغۍ د اخته کسانو په شمیر کې زیاتوالی ثبت شوی چې له امله یې د یونیسف مرسته اخیستل شوې ده.
د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د ملاریا ناروغۍ د مخنیوي لپاره د روغتیا وزارت یونیسف ته درخواست کړی و، چې پر اساس یې یونیسف د ۲ میلیونه مچیو دارو ورکولو مرسته کړې ده.
د چارواکو په وینا، یونیسف د چینایي عرضه کونکي څخه د 1 ملیون مچیو جالیو امر کړی، یو ملیون د مچیو جالیو به په روانه میاشت کې له چین څخه ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې د راتلونکي کال په پیل کې به یو ملیون نور د مچیو جالیو له چین څخه ترلاسه شي.
د چارواکو په وینا د یونیسف لخوا ترلاسه شوي د مچیو جالۍ به د سند او بلوچستان سیلاب ځپلو کې وویشل شي.
چارواکي زیاتوي چې د نومبر میاشتې د معلوماتو له مخې په سیلاب ځپلو سیمو کې د ملاریا پېښې کمې نه دي.






