پاکستان د ۱۶ ملیارده ډالرو په ورکولو سره له سعودي عربستان څخه د ۴.۲ ملیارده ډالرو نور پور غوښتنه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد: پاکستان د بهرنیو اسعارو وضعیت ښه کولو لپاره له سعودي عربستان څخه د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې.
دسرچينو له مخې پاکستان بايد د روان مالي کال دجون تر اخره پورې 16 اربه ډالره قرضه ادا کړي چې په دې لړ کې پاکستان دسعودي عرب څخه د 4.2 اربه ډالرو نوره غوښتنه کړې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاکستان له خوا د انرژۍ د پېر او د بوديجې د مرستې غوښتنه شوې، د بوديجې په برخه کې د درې ميليارده ډالرو پور او د تېلو او يوريا سرې په برخه کې د يو اعشاريه دوه ميليارده ډالرو د نورو پيسو غوښتنه شوې ده. هم اخیستل کیږي.
سرچینې وايي، له پاکستان څخه د ۴.۲ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه د سعودي د سفیر له لارې شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې سعودي عربستان له دولتي بانک سره د درې ميليارده ډالرو د زېرمه کولو موده وغځوله.






