سندهه هایی کورټ د ټاکل شوي ساعتونو پرته د کراچۍ ښار ته د درنو ترافیکو د ننوتلو د بندولو امر کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د سندهه هائي کورټ په کراچۍ کې د درنو ګاړیو د بنديز په اړه د سختې عمل کولو امر کړی دی.
کراچۍ کې د ورځې په وخت د درنو ټريفکونو د داخلېدو په اړه د درخواست اورېدنې په مهال ډي آئي جي د ټريفک عدالت ته حاضر شو.
د ډي آئي جي ټريفک له اړخه عدالت کښې رپورټ وړاندې کړے شو چې پکښې جسټس نديم اختر پوښتنه وکړه چې پخواني ډي آئي جي ټريفک چرته دي؟ ایا دوی تبادله شوي، ایا د تبادلې لپاره د محکمې اجازه اخیستل شوې وه؟
جسټس ندیم اختر ریمارکس ورکړو چې له دې څخه څرګندیږي چې محکمه د عدالت حکمونو ته څومره جديت ورکوي.
ډي آئي جي ټريفک وويل چې د شپې له ١١ بجو څخه د سهار تر ٦ بجو پورې هيوي ټريفک ښار ته تللى شي، د سپر هائي وے نه تر نوي کراچۍ پورې، نيشنل هائي وے څخه تر منزل پمپ پورې، د KPT، ناردرن باي پاس څخه هيوي ټريفک هم تللى شي.
د سندهـ هائي کورټ ویلي د نن ورځې نه دې ښار ته د درنو ګاډو د ننوتو مخه ونیول شي، د سهار له شپږو بجو نه د شپې تر ۱۱ بجو پورې دې ښار ته د درنو ګاډو د ننوتو مخه ونیول شي، په دې ساعتونو کې دې ښار ته د درنو ګاډو نه ننوځي. جریمه شي مګر باید وتړل شي.
جسټس ندیم اختر ریمارکس ورکړی چې که کومه اداره په دې کار کې خنډ اچوي نو عدالت ته دې خبر ورکړل شي، د نیلي ژېړو څراغونو او هوټرو لرونکو ګاډو په ضد دې کاروائي وشي، هغه که د ایم این ایز وي او که د ایم پي ایز ګاړي وي.
……………….






